ایران: د اسرائیلو فضا زموږ تر کنټرول لاندې ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۵ل)

ایران ادعا کړې، چې د اسرائیلو فضا یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او د تېرې شپې درنې حملې د دقیق استخباراتي کار پایله ده.

د ایران د چارواکو په وینا، په تېرو درېیو اونیو کې ترسره شوي عملیاتو یوازې تمریني بڼه درلوده، چې هدف یې د اسرائیلو د هوايي دفاعي سیستمونو کمزوري معلومول وو.

دوی زیاتوي، اوس چې دغه کمزورۍ په نښه شوې دي، ایران توانېدلی د اسرائیلو پر فضا برلاسی ومومي او د هغوی په خبره، هېڅ ځواک نشي کولی د ایران د توغندیزو بریدونو مخه ونیسي.

ایراني لوري دا هم ویلي، چې وروستي بریدونه د پرمختللو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او د راتلونکو اقداماتو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button