په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو لپاره د نقل معلوماتو پروسه د مارچ له ۳۰مې پیلېږي 

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)

ریاض کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې په سعودي عربستان کې مېشت افغان هېوادوال د مارچ له ۳۰مې (۱۱ شوال ۱۴۴۷ هجري) څخه د جوازاتو ادارو کې د نقل معلوماتو پروسه پیل کولی شي.

د معلوماتو له مخې ، د دې لپاره اړینه ده چې مخکې له مخکې په سفارت ویب‌سایټ afgembassy.net کې حساب جوړ شي، ځانګړی فورم ډک شي، د پاسپورټ، تذکرې او اقامې کاپۍ وړاندې شي او د نوبت له لارې د سفارت لیدنې وخت ونیول شي.

سفارت ټینګار کړی چې ټول اړین اسناد، لکه اصلي افغان او پاکستانی پاسپورټونه، اقامه، د جرمي مسؤلیت سند، د شاهدانو اسناد، د پاسپورټ عکسونه او د ابشر پرنټ باید له ځان سره راوړل شي.

هغه هېوادوال چې ستونزې لکه ترافیکي جریمې، د نوم یا عمر توپیر، یا د پاسپورټ او اقامې ناسم معلومات لري، لومړی باید دغه ستونزې حل کړي، تر څو د نقل معلوماتو پروسه پرمخ ولاړه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button