مسؤلین: د قوشتیپې د اوبو کانال د دویم فاز چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)

د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو ويلي چې د قوشتیپې د اوبو کانال د دویم فاز د کیندنې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي. 

د شرکت د مسؤلينو په وینا، د کانال د سربندونو جوړونې چارې هم ۹۰.۵ سلنه بشپړې شوې او لا هم په چټکۍ سره دوام لري.

د ملي پراختیا شرکت ویاند، نبي‌الله ارغندیوال، ویلي چې په کانال کې د ۲۵ پلونو او د اوبو د مهارولو د تاسیساتو جوړولو چارې په سرعت سره روانې دي.

ارغندیوال څرګنده کړې تمه ده، دغه چارې ډېر ژر بشپړې شي او د خلکو او کروندګرو د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي، چې د سیمې د اوبو د مدیریت او کرنیزو فعالیتونو په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button