د ریښتینې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو پر اسرائیلو او عربي هېوادو کې پر امریکایي اډو پراخ بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۵ل)

ایراني ځواکونو د «ریښتینې ژمنې» عملیاتو په دوام کې، د اسرائیلو او د سیمې په یو شمېر عربي هېوادونو کې د امریکا اړوند اهداف په نښه کړي دي.

راپورونه وایي، چې دا بریدونه د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله او یمني ځواکونو سره په همغږۍ څو پړایزه بڼه ترسره شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې پرمختللي بالستیک او هایپرسونیک توغندي او همدارنګه بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې دي، چې د هوايي دفاع سیستمونو څخه د تېرېدو لپاره په بېلابېلو لارو توغول شوي دي.

په تل ابیب او شاوخوا سیمو کې مهم نظامي او صنعتي مرکزونه هدف ګرځول شوي، چې له امله یې د پراخو ویجاړیو او مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي، خو کره شمېرې لا نه دي تایید شوې.

همداراز کوېت، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین کې د امریکا پوځي اډې، لوژستیکي مرکزونه او د تېلو او ګازو مهم تاسیسات هم په نښه شوي دي.

شنونکي وايي، دا عملیات د پوځي اقدام ترڅنګ یو قوي سیاسي او ستراتیژیک پیغام هم لري، چې ښيي ایران د سیمې په کچه د پراخ غبرګون وړتیا لري.

د یادو بریدونو له امله د سیمې د امنیتي وضعیت د خرابېدو، د انرژۍ بازارونو د بې‌ثباتۍ او د جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button