کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SFL موسسې په همکارۍ د مزار شریف ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۶,۰۶۹ کورنیو ته نغدې مرستې وېشلي دي. دغه مرسته د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري تمویل شوې ده.
د سرچینې په وینا، دغه مرستې د دقیقې سروې وروسته وېشل شوي او هرې مستحقې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دې مرستو مجموعي اندازه ۱۷ میلیونه او ۶۰۰ زره او ۱۰۰ افغانۍ وه، چې د یادو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شوې وه.


















