کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران په وروستیو ورځو کې د ځینو دوستو هېوادونو له لارې داسې پیغام ترلاسه کړی چې امریکا غواړي د خبرو اترو له لارې روانه جګړه پای ته ورسوي.
د نوموړي په وینا، ایران د خپل دریځ او اصولو له مخې مناسب ځواب ورکړی، خو تر دې دمه یې له امریکا سره هېڅ مستقیمې خبرې نه دي کړي.
بقایي له ایراني رسنیو سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې د امریکا او اسرایيلو تر بریدونو وروسته په تېرو ۲۴ ورځو کې ایران له واشنګټن سره هېڅ ډول تماس، مشوره یا خبرې نه دي کړې.
هغه زیاته کړې، تهران د هورموز تنګي او د جګړې د پای شرایطو په اړه په خپل دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.


















