سپاه پاسداران: امریکایي پوځ د پیاوړي ایران پر وړاندې د درېدو توان نه لري

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوړپوړي ویاند “سردار ابوالفضل شکارچي” د روان وضعیت په اړه ویلي، چې د امریکا پوځ د ایراني ځواک پر وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکړی دی.
نوموړي ادعا کړې، چې د صهیونیسټي رژیم هدیرې یې آبادې کړې دي او زیاتوي چې هغوی حتی د خپلو وژل شویو پوځیانو مړي هم نه شي ترلاسه کولای.
شکارچي د جګړې وروستي وضعیت ته په اشارې سره ویلي، که امریکا وغواړي جګړه د لومړۍ ورځې حالت ته وګرځوي، نو لږ تر لږه پنځه کاله وخت ته اړتیا لري، چې دا به د دوی لپاره تر ټولو ستره سزا وي.
هغه ټینګار کړی، چې امریکا له څو لسیزو راهیسې په لوېدیځه آسیا کې د امنیت تر نامه لاندې پانګونه کړې، خو د سیمې هېوادونه یې غولولي او خپلې پوځي اډې یې پراخې کړې دي.
د نوموړي په وینا، ایران د لومړي ځل لپاره امریکا دې ته اړ کړه چې له خپلو ځینو اډو څخه شاتګ وکړي.
سردار شکارچي خبرداری ورکړی، که جګړه ودرېږي هم، ایران به خپل شرطونه ولري او که دا شرطونه عملي نه شي، د امریکا پر وړاندې به خپل دریځ بدل نه کړي.
نوموړي په پای کې زیاته کړه، چې د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې امریکا نور د دوی امنیت نه شي تضمینولای او باید پر خپلو امکاناتو تکیه وکړي.



