قالیباف: د حزبالله په ګډون مقاومت محور تر بل هر وخت ډېر پیاوړی دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر “محمد باقر قالیباف”، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې حزبالله او سیمه کې صهیونیستي ضد مقاومتي محور تر بل هر وخت زیات فعال او ځواکمن دی.
هغه ویلي، چې د جګړې له پیل وړاندې یې هم ټینګار کړی و چې حزبالله او مقاومت محور ژوندی دی او اوس د دوی چټک او برښنايي عملیات د دې خبرې عملي ثبوت دی.
قالیباف زیاته کړې، چې د صهیونیسټي دښمن پر پوځیانو او تجهیزاتو د حزبالله بریدونو پراخ زیانونه اړولي او د “شهید حسن نصرالله” ژمنې یې ریښتینې کړې دي.
نوموړي حزبالله د اسلام ویاړ بللی او خبرداری یې ورکړی، چې لا ډېرې حیرانوونکې پېښې به مخې ته راشي.



