د ریښتینې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د اشغالي فلسطین یافا ښار کې د صهیونیستي ريژیم مهم اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران وسله والو ځواکونو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اشغال شوي فلسطین په “یافا” تل أبیب کې یې د صهیونیستي پوځ یو مهم لوژستیکي مرکز او د انتقال ستره اډه د بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې ده.
د راپورونو له مخې، دا مرکز د پوځ لپاره د تجهیزاتو، وسلو او سرتېرو د لېږد یو اساسي نقطه بلل کېده، چې له بېلابېلو سیمو څخه اکمالات ور رسېدل او بیا نورو نظامي اډو ته انتقالېدل.
ایراني چارواکو ویلي، بریدونه د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او ټاکلي اهداف په مستقیم ډول ویشتل شوي دي.
همدارنګه ټینګار شوی، چې دا ډول عملیات به تر هغه دوام ولري، څو د دوی په وینا “دښمن” نور د سیمې امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي.
تر اوسه د اسرائیلو لوري په رسمي ډول د دې بریدونو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي، خو ځینې سرچینې د چاودنو او اورلګېدنې راپورونه ورکوي.
د پوځي شنونکو په باور، که دا ادعاوې تایید شي، نو دا به د سیمې په روانو ترینګلتیاوو کې یو مهم پرمختګ وي، ځکه چې د لوژستیکي مرکزونو په نښه کول د هر پوځ د عملیاتو پر وړتیا مستقیم اغېز لري.



