کوېټ کې پر امریکایي اهدافو د ایران بریدونه؛ کوېټ له پاکستانه د جګړې د درولو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وری، ۱۴۰۵ل)

راپورونه وایي، چې ایران په کوېټ کې پر امریکایي پوځي اډو سربېره د انرژۍ هغه مهمې زیرمې هم په نښه کړې دي، چې له امریکایي شرکتونو سره تړاو لري.

د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه د سیمې د روانو ترینګلتیاوو په دوام ترسره شوي او د مهمو تأسیساتو د زیانمنېدو راپورونه هم ورکول کېږي، خو تر اوسه کره جزییات نه دي خپاره شوي.

بل لور ته، کوېټ له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

همداراز، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران له ګاونډیو هېوادونو سره د مستقیمې جګړې نیت نه لري؛خو خبرداری یې ورکړی، که له هر هېواد څخه پرې برید وشي، نو ځواب به یې حتمي وي.

مربوطه مطالب

Back to top button