د ایران وسله‌والو ځواکونو پر یافا (تل‌ابیب) او حیفا ښارونو پراخ بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وری، ۱۴۰۵ل)

د راپورونو له مخې، د ایران وسله‌والو ځواکونو د اشغالي فلسطین په یافا (تل‌ابیب) او حیفا ښارونو پراخ بریدونه پیل کړي دي.

دا بریدونه د «ریښتنې ژمنې ۴» عملیاتو په دوام ترسره کېږي، چې پکې بالستیک او هایپرسونیک توغندي او همداراز پرمختللې بې‌پیلوټه الوتکې کارول کېږي.

سرچینې وایي، ټاکل شوي اهداف په دقیق ډول په نښه کېږي، خو تر اوسه د اوښتو زیانونو او مرګ‌ژوبلې په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي.

د ویلو ده، چې د ایراني ځواکونو ویاند “ابراهیم ذالفقار” د بریدونو پخلی کړی او ادعا یې کړې، چې ستراتیژیکې موخې به هدف وګرځول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button