کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، چې سیمه نور د نویو کړکېچونو زغم نه لري او ګاونډي هېوادونه باید د شخړو د حل لپاره دیپلوماسۍ او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي د غزې، سوډان او لیبیا روانو شخړو ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
ولسمشر اردغان دغه اراز له افغانستان او پاکستان څخه هم غوښتي، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
اردوغان هیله څرګنده کړې، چې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ روان کړکېچ به هم ډېر ژر پای ته ورسېږي او سیمه به بېرته ثبات ته ور وګرځي.

















