ایران په کویټ په ۶ امریکایي پوځي کښتیو او سعودي کې د امریکا پر پوځي هدفونو بریدونه کړی؛ لس امريکايي پوځيان ټپيان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)

د ایران سپاه پاسداران ويلي، چې په کویټ کې یې د الشیخ بندر پر شپږو امریکایي پوځي کښتیو برید کړی چې درې کښتۍ په بشپړ ډول ډوبې شوې او درې نورې باندې اور لګېدلی دی.

د کویټ د بندرونو ادارې د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې بندر ته مالي زیان اوښتی، خو مرګ‌ژوبله نه ده رامنځته شوې.

په همدې مهال، امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ایران د سعودي عربستان د الامیر سلطان هوايي اډه هم په نښه کړې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا د سون‌رسونې څو الوتکې زیانمنې شوې او لږ تر لږه لس امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي چې د فولادو کارخونو پر سر د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه پراخه شوې او ممکن په سیمه کې نورې فابریکې هم هدف شي، په ځانګړي توګه هغه چې امریکا ورسره اقتصادي اړیکې لري.

په نړیواله کچه د هوايي ترافیک فعالیت هم اغېزمن شوی دی. د CNN د یوه خبریال په وینا، د واشنګټن د پوټوماک هوايي کنټرول مرکزي مرکز تخلیه شوی او امریکا د څو مهمو هوايي ډګرونو الوتنې لنډمهاله بندې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button