ډونالډ ټرمپ وايي، که ولسمشر شو، له سعودي سره به د تېلو سوداګري بنده کړي
کابل ټکی کام ۰۹حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند ډونالډ ټرمپ دا ځل په خپله وینا کې ویلي دي، که ولسمشر شو، له سعودي عربستان سره به د تېلو سوداګري بنده کړي.
ټرمپ همدا راز په خپله وینا کې ویلي دي، چې له عربي هېوادونو څخه به د تېلو سوداګري تر هغې پورې بنده کړي، تر څو یې چې د «ترهګرۍ» پر خلاف خپل ځمکني پوځونه مقابلې ته را مخکې کړي نه وي.
ده وویل، که عربي هېوادونو خپل ځمکني پوځونه د «ترهګرۍ» پر خلاف مبارزې ته مخکې نه کړل، نو امریکا ته به یې په بدل کې په قېمت ورکولو جدي کړم.
ټرمپ د وینا پر مهال وویل، که سعودي امریکا نه وای ساتلی، اوس به د نړۍ د نقشې پر مخ نه وو.
د یادولو ده، ټرمپ چې د مسلمانانو سر سخته دښمن دی، وړاندې هم دا ډول څرګندونې کړې وې.



