د ايران د توغنديزو بريدونو له امله د کویټ د اوبو او برېښنا لویه فابریکه د اور لګېدو له امله تخريب شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د ناسا د سپوږمکۍ معلومات ښيي چې په کویټ کې د «الدوحة غرب» لویه فابریکه، چې د اوبو تصفیه او برېښنا تولید لپاره کار کوي، د ایراني توغنديز برید له امله پراخ اورلګېدنې سره مخ شوې ده.

دغه فابریکه شاوخوا ۲۴۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او هره ورځ ۱۱۰ میلیونه ګیلنه اوبه تصفیه کوي، چې د کویټ د څښاک اوبو ۳۸ سلنه برخه جوړوي.

د کویټ چارواکي لا د برید بشپړ جزئیات نه دي څرګند کړي، خو وایي د زيان معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

کویټ په عمومي ډول د څښاک اوبو ۹۰ سلنه د سمندر له اوبو ترلاسه کوي، نو د فابریکې تخريب کېدل د اوبو او انرژۍ په برخه کې د جدي ستونزې لامل کېدای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button