ډونالډ ټرمپ: د ایران د نفتو لپاره د خارک ټاپو نیول زما غوره انتخاب دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د فایننشال ټایمز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي چې د ایران د نفتو د لاس ته راوړلو لپاره د خارک ستراتیژیکه ټاپو نیول یې د غوره انتخابونو په کتار کې دی او زیاته کړې‌ده چې که ټاپو ونیول شي، ښایي امریکا هلته د یوې مودې لپاره پاتې شي، خو د هغه په خبره، د ایران دفاع کمزورې ده او نیول به يې اسانه وي.

ټرمپ همداراز ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بهیر لپاره د پاکستان د منځګړتوب هڅې ښې روانې دي او امکان شته چې د اوربند توافق په چټکۍ سره وشي.

نوموړي څرګنده کړې چې امریکا په تیرو بریدونو کې شاوخوا ۱۳ زره اهداف په ایران کې په نښه کړي او شاوخوا ۳ زره پاتې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button