کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر “محمد باقر قالیباف”
ویلي چې ۲۵ شپې په لارو کوڅو کې ګډون او د وسلهوالو ځواکونو فداکارۍ د ایران لپاره د تاریخي بریا شرایط رامنځته کړي دی.
نوموړی ویلي چې هېڅ څوک نه شي کولای ایران او ایراني ولس ته اخیري شرایط ټاکي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ایراني اتلان به دا موقع تر هغه پورې له لاسه ورنکړي ترڅو بشپړه بریا ترلاسه نه کړي.
د ایراني پارلمان مشر دغه راز ډاډ څرګند کړی چې ولس او وسله وال ځواکونه یې بشپړې بریا ته نږدې شوي دي.


















