کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وايي چې د ایران په شمال لویدیځ کې، د تبریز ښار ته نږدې مهمه د تېلو او کیمیاوي موادو فابریکه د امریکا او اسراییلو هوایي بریدونو له امله زیانمنه شوې ده.
دغه فابریکه د ایران د لویو صنعتي کمپلکسونو یوه برخه ده او د پلاستیک او نورو کیمیاوي توکو د جوړولو لپاره بنسټیز خام مواد برابروي.
د يادې فابریکې فعالیتونه د بمبار له امله په ټپه دريدلي چې د سیمې اقتصادي وضعیت ته یې جدي خطرونه پېښ کړي دي.

















