ننګرهار: د بارانونو له امله د کورونو چتونو لويدو پېښه کې یوه ښځه مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي چې د بارانونو له امله د دوو کورونو د کوټو چتونه لويدلي، چې په پایله کې یې یوه ښځه مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زياتوي د غني‌خېلو ولسوالۍ اړوند د ۲۵ ویالې په سیمه کې د یو کور چت نړېدلی، چې له امله یې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

همدارنګه د نازیانو ولسوالۍ اړوند د لنډۍ په سیمه کې هم د بل کور چت غورځېدلی، چې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د حماد په ويتا، د پېښو له رامنځته کېدو سره سم امنیتي مسؤلین سیمو ته ورسېدل او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته انتقال کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button