د ایران ځوابي بریدونو کې د صهیونیستي رژیم زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د راپورونو له مخې، د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ د جګړې له پیله تر اوسه څه باندې ۵ زره اسرائیلیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نړیوالو رسنیو ویلي، چې په دې شمېر کې ۵۶ جنرالان، ۷۳۲ د موساد ادارې کارکوونکي، ۱۱۹۸ د هوايي ځواک افسران او څه باندې ۳ زره سرتېري شامل دي.

بلخوا ایراني لوري هم ادعا کړې، چې د دوی بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د اسرائیلو تر ولکې لاندې سیمې او په یافا “تل ابیب” کې د پوځ اړوند مهم مرکزونه په نښه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button