کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۵ل)
ایراني چارواکو اعلان کړی، چې د امریکا او اسرائیلو اړوند یوه MQ-9 ډوله بېپیلوټه الوتکه د هرمز تنګي ختیځ کې د ایران د هوايي دفاع سیسټم له لوري په توغندي ویشتل شوې او له منځه وړل شوې ده.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي اړېکو دفتر ویلي، چې دوه «اوربیټر» ډوله بېپیلوټه الوتکې هم د ایران په لویدیځ، د خرمآباد کې د پرمختللي هوايي دفاعي سیسټم له لوري ویشتل شوې دي.
همدارنګه، د راپور له مخې د هرمزګان ولایت په ساحلي سیمو کې ځايي خلکو او د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک بسیجیانو د تېرې یکشنبې په ورځ پنځه «هرمیس» ډوله بېپیلوټه الوتکې هم نسکورې کړې دي.
د دغو الوتکو په شمول، د ایران د هوايي دفاع ګډ مرکز د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله د دښمن د نسکور شوو بېپیلوټه الوتکو شمېر ۱۴۳ ته رسېدلی دی.


















