یمني ځواکونو باب المندب تنګی د امریکایي او صهیونیستي بېړیو پرمخ تړلی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو یو لوړرتبه قومندان ویلي، چې د امریکا او صهیونیستي رژیم د کښتیو پر وړاندې یې د «باب‌المندب» مهمه لاره تړلې ده.

یاد قومندان «عابد الثور» ویلي، چې دوی د ایران ترڅنګ ولاړ دي او اجازه نه ورکوي چې د سور سمندر له لارې د ایران اسلامي جمهوریت او د لبنان پر حزب‌الله بریدونه ترسره شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې یمن په رسمي ډول د امریکا او صهیونیستي دښمن پر ضد د جګړې نوي پړاو ته داخل شوی او په وینا یې، ډېر حیرانوونکي اقدامات به ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button