په کویټه کې په ګاز نل‌لیکې چاودنه شوې؛ ګڼې سیمې له ګازه بې‌برخې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۴ل)

په کویټه کې د اختراباد په سیمه کې د سوئي سدرن ګاز شرکت یوه مهمه ۱۸ انچه قطر لرونکې نل‌لیکه د چاودېدونکو توکو په وسیله الوځول شوې چې له امله یې د بلوچستان په ګڼو برخو کې د ګاز رسونه په بشپړه توګه ګډوډه شوې ده.

پاکستاني رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي چې برید د بلوچستان د مرکز اړوند سیمه کې شوی او د نل‌لیکې مهمه برخه یې زیانمنه کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو امنیتي ادارو د پلټنې لړۍ پیل کړې ده.

چارواکي وايي، تخنیکي ډلې سیمې ته رسېدلې او د زیان د کچې ارزونه روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button