کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزبالله ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان دننه او د اسرائیلو په شمال کې د صهیونیستي رژیم پر ځواکونو ۴۳ بېلابېل بریدونه کړي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، له دغو بریدونو څخه ۲۶ په لبنان او ۱۷ نور د اسرائیلو په شمالي سیمو کې ترسره شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې څلور پوځي اډې، یوه پوځي قرارګاه او څلور سرحدي پوستې په نښه او په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.


















