کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۴ل)
په مزارشریف ښار کې د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو ګډ فورم د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو او سوداګرو په ګډون ترسره شو.
په ناسته کې د بلخ د مقام مرستیال او د نمنګان والي د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او د ازبیکستان د نمنګان والي ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو په برخه کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، محمد ابراهیم غضنفر، دغه فورم د اقتصادي همکاریو د نوې مرحلې پیل وباله او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلې په وينا يې که ګډه همکاري پیاوړې شي، د دې کچې لوړول په راتلونکو کلونو کې ممکن دي.


















