امنيتي مسوولين: لغمان کې يې د نشه‌یي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور لس تنه نيولي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۴ل)

د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ امنیتي مسؤلین وايي، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت کارکوونکو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د نشه‌یي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور نیولي دي.

امنيې قومندانۍ ويلي، دغه عملیات د مهترلام ښار او د ولایت د شپږو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي او له نیول شویو کسانو څخه ۹ ګرامه چرس، ۹ ګرامه تریاک، ۸ ګرامه شیشه، ۵ دانې زیکپ ګولۍ او ۲ دانې ټابلیټ کا هم ترلاسه شوي دي.

امنیتي سرچینې وايي، نیول شوي کسان اوس تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button