کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۴ل)
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ويلي، چې په څرخ او ازرې ولسوالیو کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د چارواکو په وینا، په دې پروژو کې د سربندونو، کانالونو او محافظتي دېوالونو جوړول شامل دي، چې د اوبو لګولو د سیستم د ښه والي او د سیمې د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب لپاره عملي شوې دي.
دغه پروژې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ ترسره شوې او د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شوې، چې د سیمې د کروندګرو او مالدارانو لپاره د پام وړ ګټې لري.


















