يو ځل بيا د افغانستان او پاکستان مذاکرات په چین کې پیلېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۴ل)
باخبره سرچینو ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوي مذاکرات نن چهارشنبه د چین په اورمچي ښار کې پیلېږي چې د دواړو هېوادونو استازي په دې ناسته کې ګډون کوي، خو تر اوسه روښانه نه ده چې په مذاکراتي پلاوو کې دقیقاً څوک شامل دي.
تر دې دمه نه د افغانستان اسلامي امارت او نه هم د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دې مذاکراتو د پیل یا د خپلو هیئتونو د ګډون په اړه څه ویلي دي.
دا مذاکرات په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ترکیه او سعودي عربستان کې هم ناستې شوې وې، خو کومه څرګنده پایله یې نه ده لرلې.



