اسرائيلي پوځ: په جنوبي لبنان کې د جګړې د پیل راهیسې ۳۰۹ او تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۸ اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۴ل)

اسرائیلي پوځ وایي چې د جنوبي لبنان د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې ۳۰۹ سرتېري او افسران ټپیان شوي، چې په کې د ۲۳ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د پوځ د اعلامیې له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په همدې سیمه کې ۴۸ نور سرتېري د جګړې په ترڅ کې ټپیان شوي دي، چې دا د جګړې د سختېدو ښکارندوی بلل کېږي.
بل لور ته حزب‌الله اعلان کړی چې د مسغاف عام په پوځي مرکز کې یې د اسرائیلي ځواکونو په يوې ډلې د توغندیو برید کړی په وینا يې اسرائيلي اشغالګرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button