د ممتاز قادري د پلویانو لاریونونه له راولپنډۍ څخه اسلام اباد ته وخوځېدل

کابل ټکی کام ۰۹حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې
تېره میاشت ممتاز قادري د پاکستان د حکومت له لخوا اعدام شو، چې له کبله یې ګڼ لاریونونه وشول.
د پاکستان حکومت ممتاز قادري په دې تور اعدام کړ، چې پنځه کاله وړاندې یې د پنجاب ایالت والي سلمان تاثیر په ډزو وژلی وو.
ویل کیږي، چې د ممتاز قادري له لورې د سلمان تاثیر د ویشتلو وجه دا ده، چې سلمان تاثیر د یوې عیسوۍ مېرمنې د سزا کمولو غوښتنه کړې وه، چې هغه اسلام ته په سپکاوی تورنه وه.
د اسلام اباد چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې د لاریون کوونکو شمېره شاوخوا ۲۵۰۰ ده، چې تېره شپه د پارلمان ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو.
د ممتاز قادري پلویان ده ته د یو «مذهبي اتل» نسبت کوي.
همدا راز وایي، چې حکومت باید نیول شوي مذهبي کارکوونکي هم خوشي کړي.
د ممتاز قادري پلویان لاریون کوونکي د اسلام اباد ادارې سره له خبرو ډډه کوي، او وایي، چې یوازې د حکومت له استازو سره خبرې کوي.
چارواکي وايي، چې د لاریونونو له کبله پولیس ټپیان شوي دي، او د بسونو تمځایونو ته هم زیان رسېدلی دی، چې له کبله یې ټرانسپورټي خدمتونه درول شوي دي.
د پاکستان پلازمینه اسلام اباد ادارې د یکشنبې په ورځ خپل پوځ ورغوښتی وو، او د پلازمینې د دولتي ودانیو د ساتنې لپاره یې ۶۰۰ پوځيان اوزیات شمېر پولیس ګمارلي وو.



