د سپاه پاسداران ادعا؛ په سعودي کې یې د امریکایي ځواکونو پر استوګنځای برید کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو قوماندان “مجید موسوي” ادعا کړې، چې ځواکونو یې تېره شپه د سعودي عربستان الخرج ښار کې د امریکايي ځواکونو او الوتکو د عملې پر استوګنځای ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.

نوموړي ویلي، چې په دغو بریدونو کې د امریکایي ځواکونو او د الوتکو د عملې شاوخوا ۲۰۰ کسیزه غونډه په نښه شوې ده.

د هغه په وینا، بریدونه په دقیق ډول پلان شوي وو او ټاکلي هدفونه یې ویشتلي دي.

بل لور ته، د امریکا د دفاع وزارت تر دې دمه د سپاه پاسداران د دغې ادعا په اړه کوم رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی او د پېښې جزئیات لا هم نه دي تایید شوي.

د یادونې وړ ده، چې ایران څو ورځې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې د سعودي عربستان په شهزاده سلطان هوايي ډګر کې یې د امریکا اړوند څو الوتکې او پوځیان په نښه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button