د کالیفورنیا والي: د ټرمپ جګړه بې پلانه پیل شوې او مالي بوج يې عادي امریکايي وګړي پرې کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د امریکا د کالیفورنیا والي ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران پر ضد جګړه “بې‌پلانه او غیرمسؤلانه” پیل شوې او د هغې مالي بوج اوس عادي امریکايي وګړي پرې کوي په وینا يې، د جګړې له پیلېدو سره د سون توکو، خوړو او الوتنو بیې لوړې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا پوځیانو تلفات هم په زیاتېدو دي او د جګړې د ختمېدو نښې نه ښکاري په خبره يې اوسنی وضعیت د خلکو د اندېښنو لامل شوی ځکه د جګړې دوام د لګښتونو په لا لوړوالي بدلېږي.

والي همداراز ویلي چې د جګړې پر مهال په روسیې او ایران لګول شوي بندیزونه هم کمزوري شوي، چې دا د واشنګټن د بهرنۍ تګلارې د اغېزمنتیا په اړه پوښتنې راولاړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button