کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د بېړنیو روغتیايي تجهیزاتو شاوخوا ۷۸.۵ ټنه مرسته افغانستان ته رسېدلې ده.
د یاد سازمان په وینا، په دې مرستو کې د شري ناروغۍ د درملنې کېټونه، د ستوني او سینې درمل، د خوارځواکو ماشومانو لپاره د تغذیې مواد، جراحي وسایل او نور اړین طبي تجهیزات شامل دي.
د معلوماتو له مخې، دغه مرسته به څه باندې ۴۱۹ زره افغانانو ته ورسېږي او همدارنګه به نږدې ۱۳ زره او ۶۰۰ کسانو ته د ژوند ژغورونکو جراحي عملیاتو زمینه برابره کړي.
روغتیا نړیوال سازمان همداراز د دې مرستو د لېږد په برخه کې د متحده عربي اماراتو له همکاریو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې له افغانستان سره به خپلو بشري او روغتیايي مرستو ته دوام ورکړي.


















