ایران؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ امریکایي الوتکې ویشتل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
ایراني چارواکو ادعا کړې، چې د هېواد د هوايي دفاع ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور امریکایي الوتکې ویشتلې دي.

د معلوماتو له مخې، یادې الوتکې F-35، F-15، بلیک هاک چورلکه او یوه MQ-9 هغه مهال په نښه شوې چې د ایران هوايي حریم ته نږدې یا دننه یې فعالیت کاوه.

ایراني لوري ټینګار کړی، چې د هېواد هوايي حریم به په کلکه وساتي او هر ډول سرغړونه به له چټک غبرګون سره مخ شي.

بلخوا امریکایي لوري هم د یادو چورلکو د نسکورېدو پخلی کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button