کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د وال سټرېټ ژورنال په تازه راپور کې ویل شوي، چې تهران په رسمي توګه منځګړو هېوادونو ته خبر ورکړی چې نه غواړي له امریکا سره په اسلاماباد کې مذاکرات ترسره کړي.
د راپور له مخې، سیاسي شنونکي باور لري چې پاکستان غوښتل په سیمه کې نوی سیاسي موقف خپل کړي، خو د ایران له لوري د مذاکراتو رد کول دغه هیله نیمګړې کړه.
یادې رسنۍ همداراز لیکلي، چې ایران نه یوازې د مذاکراتو ځای رد کړی، بلکې د امریکا له لوري د خبرو لپاره اېښودل شوي شرطونه یې هم نه دي منلي.
منځګړو هېوادونو ویلي، چې دا مهال په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو بهیر درېدلی دی، خو ترکیه د دغو خبرو د بیا پیل لپاره پر نویو طرحو کار کوي.
شنونکي زیاتوي، چې د ایران دغه پرېکړه تر ډېره پر پاکستان د امریکا د نفوذ او اسلاماباد سره په نږدې اړېکو پورې تړلې ده، چې تهران پرې باور نه لري.


















