مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ د پاکستان او ايرانه ۵۳۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په تازه معلوماتو کې ویل شوي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۳۳ کورنۍ، ۳۹۰۵ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کورنۍ د اسلام‌کلا، ورېښمو پله، بهرامچې، سپین‌بولدک او تورخم له لارو داخلې شوې او د ثبت او بایوميټریک پروسې تر سره شوې دي.

راپور ښيي، چې ۳۳۲ کورنۍ (۱۸۱۰ کسان) خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او له ۲۶۶ کورنیو سره مالي مرستې شوې دي.

د مخابراتي خدمتونو په برخه کې هم ۵۱۵ وړیا سیمکارټونه پر کډوالو ويشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button