افغان حکومت له روسیې د کابل پر روغتیايي مرکز د پاکستان د برید د ارزونې غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
افغان حکومت له روسیې غوښتي چې په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د پوځي رژیم د هوایي برید د څېړلو لپاره خپل کارپوهان ولېږي.
په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست سهیل شاهین د یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې افغانستان غواړي مسکو د برید د پایلو په ارزونه کې فعاله ونډه واخلي او د یوې پلټنې له لارې د پېښې د دقیقو اړخونو په روښانه کولو کې مرسته وکړي.
د هغه په وینا، روسیه کولی شي د متخصصانو یو پلاوی کابل ته راولېږي دا پېښه دقیق وڅيړي او قربانيانو سره د ارزونې له لارې مرسته وکړي.
پاکستاني جنګي الوتکو د مارچ په ۱۶مه په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتیايي مرکز بمبار کړی و، چې له امله یې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.



