حکومت د سوداګریزو جوازونو د ډیجېټلي کولو لپاره واحد انلاین سیستم جوړوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)

د چارو ادارې لوی ریاست په مشري د اسلامي امارت د زعیم د حکم د پلي کېدو په موخه دویمه غونډه کې د سوداګریزو جوازونو د صادرولو د ډیجېټلي کولو پر چارو بحث کړی دی.

د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت به د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د جوازونو د صادرېدو یو واحد انلاین برېښنايي سیسټم جوړوي، چې ټول سکتوري وزارتونه او ادارې په کې خپل ځانګړي ماډیولونه ولري.

د مسؤلينو په وینا، دغه اقدام به مراجعینو ته د خدمتونو ترلاسه کول اسانه کړي او د جوازونو صادرول به په منظم او متحد چوکاټ کې ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button