په کابل کې نن د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه ترسره کېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نن (یکشنبه) په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو غونډه ترسره کېږي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، غونډه به د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ، د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو د لوړپوړو استازو په ګډون ترسره شي.

سرچینې وایي چې په دې ناسته کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو بحث وشي. همداراز د سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا اړوند موضوعات به د غونډې د اجنډا مهمې برخې وي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې دغه ناسته د افغانستان اسلامي امارت په نوښت جوړه شوې او تمه ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د عملي همکاریو د پراختیا لپاره د ګډو اقداماتو زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button