ایراني ځواکونو په اصفهان کې يوه امريکايي MQ-9 بې‌پيلوټه الوتکه نسکوره کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو اعلان کړی چې د اصفهان ښار په هوا کې یې یوه MQ-9 بې‌پيلوټه الوتکه د پرمختللي هوايي دفاعي سیسټم په مرسته نسکوره کړې ده او د سپاه په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه بې‌پيلوټه الوتکه د هوايي استخباراتي او جګړه‌ییز ماموریت لپاره کارول کېده.

دوه ورځې وړاندې هم سپاه ویلي و چې د اصفهان په هوا کې یې دوه نورې MQ-9 الوتکې له منځه وړي دي.

همدارنګه، د ایران د پوځ د هوايي دفاع برخې راپورونه ښيي چې د جمعې په ورځ یې د ایران په جنوب کې یوه F-15 او د هرمز تنګي په سیمه کې یوه A-10 Warthog الوتکې غورځولې دي.

د امریکا او ایران تر منځ د F-15 د الوتکې د افسر د موندلو لټون لا هم روان دی.

مربوطه مطالب

Back to top button