کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران پوځ اعلان کړی، چې د صهیونیستي رژیم اړوند اهداف یې د اللد (بنګوریون) په هوايي ډګر کې د بېپیلوټه الوتکو په پراخو بریدونو سره په نښه کړي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د هوايي ډګر نوی د کنټرول برج، د ۱ او ۲ ترمینلونو د څار برجونه، او همداراز د ناوبرۍ (Navigation) سیستمونه او رادارونه هدف ګرځول شوي دي.
ایراني چارواکي وايي، چې د دغې حملې موخه د دښمن د پوځي هوايي تګ راتګ د قوماندې او کنټرول سیستم ګډوډول او د بریدګرو جنګي الوتکو د لارښوونې مخنیوی دی.
تر اوسه د یادو بریدونو د دقیقو پایلو او احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.


















