امربالمعروف وزارت وايي، په ارزګان کې يې یو مسلکي جادوګر نیولی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، د خلکو د راپورونو او د یاد وزارت د منسوبینو د هڅو په پایله کې یو مسلکي جادوګر د ارزګان ولایت د چوره ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جادو د ترسره کولو پر مهال نیول شوی دی.

وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، له نیول شوي کس سره یې د هغه د فعالیتونو اړوند کتابونه او نور اسناد هم ترلاسه کړي دي.

مسؤلان زیاتوي چې د نوموړي دوسیه له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د دغه وزارت منسوبینو په څو ولایتونو کې له لسو ډېر کسان د ورته اعمالو له امله نیولي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button