ایران: نیول شوی امریکایي پیلوټ به د زرګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې تبادله شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)
ایراني چارواکو اعلان کړی، چې نیول شوی امریکایي پیلوټ به د زرګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې تبادله شي.
د ایران له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د روانو شخړو په ترڅ کې د سیاسي او بشري فشارونو د رامنځته کولو په هدف شوې ده او ټینګار شوی چې د فلسطیني بندیانو ازادي د دوی له مهمو غوښتنو څخه ده.
ایراني سرچینو دا اقدام د خپلو دریځونو او سیمهییز سیاست یوه برخه بللې او زیاته کړې یې ده، چې دوی د فلسطین د ملاتړ لپاره عملي ګامونه اخلي.
په ورته وخت کې، یو شمېر شنونکي باور لري چې دا ډول وړاندیزونه ایران سیمه کې د خپل سیاسي نفوذ د پراخولو له هڅو سره تړاو لري.



