امریکايي سناتوران: د ایران پر تاسیساتو برید به «جنګي جنایت» وبلل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)

په امریکا کې یو شمېر ډیموکراټ سناتورانو د ایران پر بنسټیزو تاسیساتو د احتمالي برید په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې غندلې او دا ډول اقدام یې «جنګي جنایت» بللی دی.

سناتورانو ویلي: «پر جنګي جنایت ولاړ ګواښوونکی پیغام به د هرمز تنګي ستونزه حل نه کړي.» هغوی ټینګار کړی، چې واشنګټن باید د جګړې د پراخېدو پر ځای له ایران سره ډیپلوماټیکې خبرې وکړي، څو د نفتو د بیو د لوړېدو او د امریکايي ځواکونو د احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.
همداراز یادو سناتورانو د ټرمپ احتمالي پلانونه «یو څرګند جنګي جنایت» بللي او د جمهوري غوښتونکي ګوند له مشرانو یې غوښتي، چې د داسې اقداماتو مخه ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button