ایران ملي امنیت شورا: واشنګټن د تهران د لس مادو پلان منلی او د سیمې په نوې امنیتي طرحې مذاکرات پیلېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې متحده ایالاتو د تهران لس مادېیز پلان په رسمي ډول منلی او په اسلام‌اباد کې کېدونکي مذاکرات د سیمې د نوې امنیتي طرحې د نهایي کولو «دلاسلیک مراسم» بلل کېږي. د اعلامیې له مخې، واشنګټن د یوې میاشتې لپاره د اوربند غوښتنه کوله، خو تهران یې ټولې پخوانۍ غوښتنې رد کړې او اوس د «بریا د تثبیت» خبرو لپاره چمتو شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د ایران د شرطونو مهم بندونه پر هرمز تنګي بشپړه واکمني، د سيمې له هېوادونو د امریکا د پوځي ځواکونو وتل، د اټومي موادو د غني‌کولو حق منل، د بندیزونو بشپړ لېرې کول، او د جګړې تاوانونو ورکول. همداراز، د مقاومت د محور پر ټولو جبهاتو د جګړې پای ته رسول او د ملګرو ملتونو په کچه د دې ټولو موادو رسمي تضمین شامل دي.

ایران ټینګار کوي چې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې روانې خبرې د جګړې د پای اعلان نه دی، بلکې د میدان دوام دی چې په دیپلوماتیک فُرم ترسره کېږي.

د شورا په وینا، د هر ډول احتمالي تېروتنې په صورت کې به ایران «سمدستي او پرېکنده ځواب» ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button