ایراني ځواکونو پر اسرائیلو او منځني ختیځ کې د امریکایي اشغالګرو پر اډو ځپونکي بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو د اسرائیلو پر ضد او همداراز د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو پر اډو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړي دي.
ویل کېږي، دغه بریدونه د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو او نورو پرمختللو وسلو په وسیله ترسره شوي، چې په پایله کې یې د دښمن پوځي تأسیسات او مهم اهداف په نښه شوي دي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دا عملیات د وروستیو پېښو او د سیمې پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د اقداماتو په ځواب کې ترسره کېږي او که اړتیا پېښه شي، دغه بریدونه به لا پراخ او شدید شي.
بل لور ته، ځینو سرچینو خبر ورکړی چې په یادو بریدونو کې د امریکایي ځواکونو ځینې اډې زیانمنې شوې او مرګ ژوبله هم اوښتې، خو تر اوسه د دې ادعاوو خپلواکه تأیید نه دی شوی.



