کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ د مشر فیلډ مارشال عاصم منیر په منځګړیتوب، واشنګټن منلې چې پر ایران پلان شوی برید او بمبار دوه اوونۍ وځنډوي.
د ټرمپ په وینا، دا پرېکړه هغه مهال عملي کېږي چې ایران د هرمز تنګی «بشپړ، فوري او په خوندي» توګه پرانیځي.
نوموړي دا کار «دواړه اړخیز اوربند» بللی او ویلي یې دي چې امریکا خپل پوځي اهداف پوره کړي او اوس د سیمې د سولې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
ټرمپ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي:
«د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر سره د خبرو پر بنسټ، چې رانه یې غوښتنه وکړه نن شپه ایران ته استول کېدونکی ویجاړونکی ځواک وځنډوم، او د دې شرط په بدل کې چې د ایران اسلامي جمهوري دولت د هرمز تنګی بشپړ، فوري او خوندي پرانیستل ومني، زه د دوو اوونیو لپاره پر ایران د برید او بمبار د درولو سره موافق یم. دا به دواړه اړخیز اوربند وي. موږ خپل ټول پوځي اهداف پوره کړي او له ایران سره د اوږدمهاله سولې په تړون کې ډېر وړاندې تللي یو. له ایران څخه لس ماده ییز وړاندیز مو ترلاسه کړی چې د خبرو لپاره مناسب بنسټ دی، او د دواړو هېوادونو تر منځ د ډېرو پخوانیو اختلافاتو پر سر موافقه شوې. دوه اوونۍ به اجازه ورکړي چې تړون بشپړ او وروستی شي. د امریکا د ولسمشر په توګه، او د منځني ختیځ د هېوادونو په استازیتوب، دا زما لپاره ویاړ دی چې دا اوږدمهاله ستونزه د حل په پړاو کې ده.»
ټرمپ ویلي چې امریکا د سیمې د هېوادونو پر استازیتوب هڅه کوي د اوږدې شخړې د ختمېدو لوری روښانه کړي او په راتلونکو دوو اوونیو کې د نهایي تړون د امضا تمه لري.


















