بهرنیو چارو وزارت: د چین په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان خبرې اترې په رغنده فضا کې ترسره او پای ته ورسېدې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د چین ولسي جمهوریت په نوښت، کوربه‌توب او منځګړیتوب د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ رسمي خبرې اترې د ارومچي ښار کې ترسره او پای ته ورسېدې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، خبرې اترې په رغنده فضا کې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو او د سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه پکې وشول او دواړو خواوو د همکارۍ د پراختیا په اړه مفصل تبادل نظر درلود.

بهرنیو چارو وزارت د چین له ښه نیت، کوربه‌توب او منځګړیتوب مننه کړې او هیله يې څرګنده کړې چې دغه بهیر به د باور جوړونې، دوامدارو اړیکو، تفاهم او مؤثرو همکاریو د لا پیاوړتیا لامل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button