کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د “تروث سوشيال” له لارې ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ کسان د امریکا او ایران د روانو خبرو په اړه داسې اسناد او پیغامونه خپروي چې هېڅ رښتینی تړاو ورسره نه لري.
ټرمپ دغه کسان «فریبکاران او دجالان» بللي او وايي فدرالي پلټنه روانه ده او ډېر ژر به روښانه شي چې څوک په دې بهیر کې دروغ خپروي.
ټرمپ زیاتوي چې یوازې یوه طرحه د امریکا لپاره اعتبار لري او همدا هغه ټکي دي چې د اوربند د اعلان بنسټ پرې ایښودل شوی په وینا يې، دغه مسوده به د تړلو دروازو تر شا تر بحث لاندې وي او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو مرکزي اسناد جوړوي او دا چوکاټ يې «معقول او د حل وړ» بللی.
د دې تر څنګ، ټرمپ د سي اېن اېن پر راپور هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه شبکې پرون داسې سرلیک خپور کړ چې د یوه داسې «سرچینې» پر خبره ولاړ و چې نه صلاحیت لري او نه د خبرې واک.
ټرمپ وايي دا کار د هغو جعلي اسنادو د خپرېدو یوه بله بېلګه ده چې غواړي د خبرو اترو اصلي بهیر ګډوډ کړي.


















