کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)
د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د څه باندې ۲۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې شوي دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د عمومي او فرعي سړکونو جوړول، استنادي دېوالونه، پلچکونه، کوچني بندونه او د اوبو رسولو شبکې شاملې دي. همدارنګه، د ۱۲ څاه ګانو کیندنه او د ۱۵۲ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال هم بشپړ شوی دی.
مسوولین زیاتوي چې دا مهال هم د ۱۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر نورو پراختیايي پروژو چارې روانې دي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


















